د لاسرسي ځای

تازه خبر

ماروي سرمد: ښکاري زما کور د غلا نه بلکې د مالوماتو لپاره مات شوی دی


ماروي سرمد
ماروي سرمد

په پاکستان کې د خبري رسنیو ، خبریالانو او فعالانو پرضد پېښې په دې ورستیو کې زیاتې شوې دي. تازه پېښه یې دا ده چې د خبریالې ، شنونکې او د بشري حقونو مبارزې ماروي سرمد له کور څخه د هغې کمپیوټرونه او موبایل ټلیفون وړل شوی دی.

ماروي سرمد وايي ، د جون پر ۲۱ مه چې له لاهور څخه اسلام اباد ته ستنه شوه نو د کور دروازه یې هم هغسې بنده وه لکه دې چې بنده کړې وه خو دننه څلور کړکۍ ماتې وې او زیاتره سامانونه په کوټو کې خپاره پراته وو.

نوموړې د دې پېښې په اړه د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل ، “ یوازې هغه دوه لېپ ټاپ کمپيوټرونه او هغه موبایل یې وړی دی چې اوسمهال په استعمال کې وو. نور یې د کور قېمتي موبایلونه ، زر او نور هر څه کتلي وو خو وړي یې نه وو.”

د ماروي سرمد کور ته پرېښه ورسته
د ماروي سرمد کور ته پرېښه ورسته

ماروي سرمد وویل ، دا نه غواړي چې د پولیسو تر پلټنو وړاندې څه ووايي خو دومره ورته ښکاري چې کور یې د یو خاص مقصد لپاره مات شوی دی.

دې وویل، “ دا چې څنګه یې کمپیوټرونه وړي او کاغذونه یې ټول یو په یوه ډېر په کره توګه کتلي نو له دې ښکاري چې دا که هر څوک دي په غلا پسې نه وو راغلي بلکې هدف یې زموږ مالومات وو چې وګوري چې زموږ په کاغذونو کې څه دي او په کمپیوټرونو کې څه دي”.

ماروي سرمد وویل، دوي اوسمهال دا نه شي ویلای چې دا کار به چا کړی وي خو د دې په وینا ، تر دې وړاندې هم دوه ځله ورته پېښې ورسره شوې وې او پولیسو ته یې رپوټ هم کړی وو خو لا یې هم څه نتیجه نده وتلې.

تر پېښه وروسته د ماروي سرمد کور
تر پېښه وروسته د ماروي سرمد کور

په پاکستان کې داسې پېښې یوازې له ماروي سرمد سره نه دي شوې بلکې نور هم په نښه شوي او ځورول شوي دي.

د بشري حقونو فعال احمد وقاص ګورایا وايي ، ریاستي ادارو پر هغه اکتفا ونه وکړه چې دی یې تښتولی وو بلکې اوس هم په بیا بیا د ماښام د ډوډۍ پر وخت د ده کور ته ورځي او هغوی ځوروي.

د نوموړي په وینا ، د جون پر ۲۰ مه یې کور ته کسان ورغلي وو او ځانونه یې د آی ایس آی کارکوونکي معارفي کړي او د ده کورنۍ ته یې دهړکې ورکړې وې.

ده وویل، “په موټر کې ډېر کسان وو خو کور ته دوه تنه ننوتي او لږ ساعت ناست وو. هغوي ویلي چې ستاسو کس له لیکلو لاس نه اخلي نو موږ مجبور یو او موږ ته حکم دی چې تاسو پورته کړو”.

احمد وقاص ګورایا وویل ، دې کسانو یې کورنۍ ته دهړکه ورکې چې که تاسو هڅه وکړئ چې خپل کس خاموش کړی ښه به وي ګني نو موږ به تاسو یوسو او بل ځل ښايي موږ تاسو ته حال هم درنکړای شو.

وقاص احمد ګورایا
وقاص احمد ګورایا

نوموړی د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ پر ۴مه تښتول شوی وو او بیا د هم هغسې میاشتې پر ۲۸ خوشی کړل شو. دی وايي ، د پاکستان جاسوسي ادارې آی ایس آی تښتولی وم خو هغوی په دې اړه هیڅ نه دي ویلي.

احمد وقاص ګورایا له دې انکار کوي چې پر ټولنیزو رسنیو یې د ریاست خلاف څه فعالیت کړی دی بلکې وايي چې د آیین او قانون په چوکاټ کې دننه د ملک پر سیاسي حالت لیک کوي او د ده په وینا ، پوځ غواړي چې دی له دې لاس واخلي.

په دې اړه مو د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو له څانګې – آی ایس پي ار – سره تماس ونیوی خو د یادې ادارې مشر میجر جنرل اصف غفور پر ځای نه وو.

خو میجر جنرل اصف غفور د روان کال د جون په پیل کې د یو تفصیلي خبري غونډې پر مهال داسې ټول تورونه رد کړي وو چې ګواکې پوځ په سیاست کې ګوتې وهي او خبریالانو ته دهړکې ورکوي.

د سیاسي چارو کارپوه او لیکوال رضا رومي مشال راډیو ته وویل، دا د ریاست کار دی چې د خبریالانو د ځورول کېدو مخه ونیسي او هغوی په ازاده توګه کار کولو ته پېښودل شي.

رضا رومي وویل، “داسې پېښې نه یوازې د خبریالانو وېرول دي بلکې دا هم څرګندوي چې په پاکستان کې لاقانونیت څومره زیات دی.”

رضا رومي
رضا رومي

رضا رومي هغه خبریال او لیکوال دی چې د ۲۰۱۴م کال د مارچ میاشتې په پای کې په لاهور کې پرې برید وشو ، موټر چلوونکی یې ووژل شو خو دی ژوندی پاته شو.

نوموړي وویل، “ باید د دې پېښې بشپړ پلټنې وشي او لاس لرونکي بې نقابه شي او ماروي سرمد او هغو ټولو کسانو ته انصاف ورکړل شي چې په پاکستان کې ډېر په مشکل حالت کې کار کوي.”

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن مشر ډاکټر مهدي حسن د جمعې په ورځ په خپاره کړي بیان کې په پاکستان کې د فعالانو ځورول کېدو ته په اشاره ویلي، په ملک کې داسې د وېرې فضل ساتلو اجازه نشي ورکول کېدای.

XS
SM
MD
LG