د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ له اسد دراني د هغه پر کتاب وضاحت غواړي


د پاکستاني پوځ ویاند مېجر جنرال اصف غفور
د پاکستاني پوځ ویاند مېجر جنرال اصف غفور

د پاکستان پوځ د استخباراتي اداري ای اېس ای پخوانۍ مشر جنرال اسد دراني د خپل هندي سيال سره په ګډه د کتاب ليکلو پر لانجه د مې په ۲۸مه پوځي هيډکواټر ته ورغوښتي دي.

د سپائی کرانیکلز: را، آ ای اېس ای اینڈ الوژن آف پیس' نومي کتاب د پاکستان خفيه اداري ای اېس ای پخوانۍ مشر اسد دراني او د هند استخباراتي اداري را پخوانۍ مشر اي ايس دولت په خپل منځي خبرو اترو باندي ليکلي دی.

د پاکستان پوځ عامو اړيکو دفتر ای اېس پي ار وياند ميجر جنرال اصف غفور د خالي په ورځ په ټوئټر پاڼه ليکلي چې دراني جی ايچ کيو ته د مې په ۲۸مه راغوښتی چې کتاب په حواله خپل سپيناوي وکړي.

د دي مخکې د جمعې په ورځ د سېنېټ پخوانۍ چيرمين او د پيپلز ګوند يو مخکښ ميا رضا رباني د پاکستان خفيه ادارې «ای اېس ای» پخوانۍ مشر جنرال اسد دراني د هند استخباراتي اداري «را» له پخواني مشر سره په شريکه کتاب ليکلو اقدام باندي سختي نيوکي کړي وي. رضا رباني د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه کې ويلي که چرې سياستدان داسې کتاب وليکې نو پرې د غدارۍ فتوې لګول کېږي. بلخوا پخوانۍ وزيراعظم نواز شريف ويلي دي چې پر دې کتاب دې د قامي سلامتيا کمېټۍ غونډه راوبلل شي.

د پيپلز ګوند سېنېټر ميا رضا رباني د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه کې په نکته اعتراض خبرو کې ويلي دي چې د ای اېس ای پخواني مشر جنرال دراني پشان کتاب يو بل عام پاکستاني او يا سياستوال له خپل هندي سيال سره ليکلی وی نو اوس به اسمان پر سر اخیستل شوی وي.

د رضا رباني په خبره پر هغه سياستوال به د غدارۍ فتوې لګېدلې وي او په ټول هېواد کې به د احتجاجونو لړۍ هم شورو شوې وی.

د پاکستان رسنيو د رضا رباني په حواله ويلي دي، دا د حيرانتيا خبره ده چې يو خوا د هند او پاکستان ترمنځ اړيکې ډېر زياتې خرابې دي او بلخوا د دواړو هېوادونو استخباراتي ادارو پخوانیو مشرانو په شریکه د کتاب مخکتنه کېږي. نوموړي پوښتنه راپورته کړې چې جنرال ريټاریرډ اسد دراني له خپلې ادارې او يا له وفاقي حکومته د دې خبرې اجازت اخستی وو چې له خپل هندي سيال سره په شريکه کتاب ليکي.

د دې په ځواب کې د قانون چارو وزير بشير ورک وويل چې د کتاب ليکلو او خپرولو په اړه له حکومته د اجازت اخیستو په اړه ورسره معلومات نه شته. د سېنېټ چيرمين د دفاع چارو وزير نه په دې اړه ځواب غوښتی دی.

په اسلام اباد کې د عوامي نيشنل ګوند مخکښ او پخوانی سېنېټر افراسياب خټک وايي چې دا مسله په هېواد کې موجود ده که چرې سياستوالان له ګاونډیو هېوادونو سره د اړيکو ښه کولو لپاره کوشش وکړي نو ورته مسلې جوړول کېږي.

افراسياب خټک زياته کړه چې په هېواد کې سياسي نظام مستحکم شو نو ټول د پارلېمان بالادستي ومني نو دا مسلي به حل شي.

بلخوا د پاکستان پخوانۍ وزيراعظم ميا نواز شريف بيګا په اسلام اباد کې له خبريالانو سره غير رسمي خبرو کې ويلي چې د ممبۍ حملو په اړه د دوی په بيان د قامي سلامتيا کميټۍ غونډه رابلل کېږي خو د يو ريټاریرډ پوځي جنرال د کتاب په اړه غونډه ولې نه رابلل کېږي.

په اسلام اباد کې خبريال او شنونکي حسن خان وايي په هېواد کې دا تصور موجود دی چې پوځ وطنپاله دي او سياستوالان نه دي.

حسن خان زياته کړه چې په پاکستان کې پخوا داسي خبري چا نشوي کولي خو اوس پري خلک خبري کئ.

XS
SM
MD
LG