د تایلېنډ یو چارواکي ویلي، له هغه غاره یې څلور نور هلکان را اېستلي دي چې د سېلاب اوبه ورننوتې وې او د دوی مخه یې بنده کړې وه.
د عملیاتو څارونکي دې چارواکي د دوشنبې په ورځ ناوخته ویلي چې له دې سره تر اوسه د ژغورل شوو هلکانو شمېر اتو ته رسېدلی دی.
د دې له خطره ډکو عملیاتو د دوشنبې په ورځ دویمه ورځ وه کوم چې د فټ بال یوې لوبډلې د هغو دولس غړو د ژوغورنې لپاره روان دي کوم چې د جون پر ۲۳مه د یو غار کتلو ته تللي وو او بیا یې د زیات باران له کبله رابطه پرې شوې وه. څلور د جولايي پر اتمه را اېستل شوي وو.
د چارواکو په وینا د دې ماشومان عمرونه له دولس تر شپاړس کلونو دي. له دوی سره خپل د فټ بال روزونکی هم ملګری وو.
په دې عملیاتو کې د لسو هیوادونو تر زر زیات کسان برخه لري.