د افغانستان د سولې عالي شورا خوشبینې ښودلې چې د سعودي عربستان غونډه به د طالبانو د جګړو د دوام دریځ بدل کړي.
د یادې شورا یو غړی قاضي امین وقاد تیر ماښام مشال راډیو ته وویل چې اوس ټول اړخونه پر دې باور لري چې د افغانستان جګړې شرعي جواز نلري.
نوموړي وویل ، طالبانو ته به ستونزمنه وي چې د اسلامي هیوادونو په مقابل کې ودریږي.
په جده او مکه مکرمه کې ترسره کېدونکې دې غونډې ته د شاوخوا پنځوس اسلامي هیوادونو دیني عالمان وربلل شوي دي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د عالمانو شورا د مشر قیام الدین کشاف په مشرۍ شاوخوا دیرش کسیز پلاوی په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون وکړي .