د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په غور ولایت کې زر کورنۍ بې کوره شوې دي


افغان ګډوال.
افغان ګډوال.

د افغانستان په غور ولایت کې د وروستیو ناامنیو تر ډیریدو وروسته شاوخوا زر کورنۍ بې کوره شوې دي.

د دې ولایت د کډوالو د چارو مشر عبدالرب غفوري بېګا مشال راډیو ته وویل چې دوي اندېښنه لري چې د بې کوره شوو شمېر به زیات شي.

ده وویل چې اندېښنې یې د پخوا پرتله ځکه زیاتې دي چې د بې کوره شوو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي.

عبدالرب غفوري ویلي ، د خیریه ادارو په همکارۍ یې له دې بې کوریه شوو خلکو سره مرستې کړي دي خو د ده په وینا هغه کافي نه دي.

چارواکي وايي چې د دې خلکو د بې کوره کېدو لوی سبب هلته د طالبانو او نورو غیر مسولو وسلوالو ډلو بریدونه دي.

XS
SM
MD
LG