د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نواز شریف زوم محمد صفدر ځان چارواکو ته سپارلی دی


د پاکستان د پخواني وزیراعظم نواز شریف زوم محمد صفدر ځان چارواکو ته سپارلی دی.

نوموړي د جولای پر اتمه په راولپېنډۍ کې ولسي لاریون وکړ او وروسته یې ځان پولیسو ته تسلیم کړ چې هغوی ونیو.

د جولای پر شپږمه د پاکستان احتساب عدالت صفدر ته له خپل خسر نواز شریف او له خپلې ښځې مریم نواز سره په لندن کې د کورونو اخیستو په یوه قضیه کې د شراکت او مرستې د تورونو پر اساس د یو کال بند سزا واوروله.

هلته نواز شریف د جولای پر شپږمه په لندن کې خبري غونډې ته په وینا کې د احتساب عدالت پر پرېکړه انتقاد وکړ او ویې ویل چې پر ده د درغلۍ هېڅ تور نه دی زبات شوی خو بیا هم ورته عدالت د ۱۰ کلن بند سزا اورولې ده.

عدالت مریم نواز ته د اووه کلونو د بند سزا واوروله.

نوموړې د جولای پر اوومه په لندن کې خبریالانو ته وویل، پلار او لور د جولای پر ۱۳مه پاکستان ته ستنېږي او د فیصلې ضد درخواست کوي.

احتساب عدالت ویلي دي چې نواز شریف او مریم نواز به اسلام اباد ته په رسېدو ګرفتاروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG