د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په شام کې د برید لپاره له کلورین ګېسه کار اخېستل شوی"


د شام په یوه روغتون کې د ماشومانو حال.
د شام په یوه روغتون کې د ماشومانو حال.

د کیمیايي وسلو د څارنې نړیوال سازمان وايي، دمشق ته نږدې په دوما سیمه کې په حمله کې چې د اپرېل په اومه نېټه شوې وه، د کلورینو له ګېسه کار اخیستل شوی خو داسې مواد نه دي په کې موندل شوي چې د اعصابو د ناکاره کولو او یا تخریب سبب شي.

دې سازمان د جمعې په ورځ وویل چې د څېړونکو ډلو چې دوما ته د تحقیق لپاره تللې وې، د داسې کیمیاوي موادو نښې موندلې چې کلورین په کې ګډ وو.

د دې ادارې په وینا، څېړونکو یې د بشار الاسد د رژیم د مخالفو ډلو تر ولکې لاندې سیمه ، دوما کې لږترلږه ۱۰۰ نښې د څېړنې لپاره اخیستې دي.

کلورین چې په صنعتي کارخانو کې ترې کار اخیستل کېږي، د کیمیايي وسلو په فهرست کې نه دی شامل شوی. خو د نړیوالو قوانینو پر اساس، له دې ګېسه کار اخیستل منع دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG