د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران وايي د داعش اته غړي یې په دار کړي دي


په ایران کې اته کسان په دار ځړول شوي
په ایران کې اته کسان په دار ځړول شوي

ایران وايي، د داعش اته غړي یې په ۲۰۱۷ م کال کې د دوو حملو په جرم کې په دار ځړولي دي.

دا کسان د ایران پر پارلېمان او په تهران کې د اسلامي انقلاب بنسټ اښودونکي آیت الله روح الله خمیني پر مقبرې د حملې په خاطر محکوم شوي وو.

د ایران قضايي اداره وايي، دا اته تنه د هغو کسانو همکاران ول چې د ۲۰۱۷ کال خونړۍ حملې یې وکړې.

د ایران د قضايي ادارې خبري اژانس میزان د شنبې په ورځ همداراز د اعدام شویو کسانو نومونه سلیمان مظفري، عصمت صوفي، رحمان بهروز، سید مجید مرتضوي، سیروس عزیزي، ایوب اسماعیلي، خسرو رمضاني او عثمان بهروز ښودلي دي.

دا نه ده څرګنده شوې چې دا کسان کله دار ځړول شوي دي.

د ۲۰۱۷ کال د جون په اوومه د ایران پر پارلېمان او د خمیني پر مقبرې په حمله کې ۱۷ تنه ووژل شول او تر ۴۰ ډېر نور ژوبل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG