د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي خوشي شوي دي


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتين د خپلو غړو د "ځورونو" نه بس کېدو په صورت کې د مظاهرو ګواښ کړی وو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتين د خپلو غړو د "ځورونو" نه بس کېدو په صورت کې د مظاهرو ګواښ کړی وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه ۷ غړي چې د جولايي په څلورمه په کراچۍ کې نيول شوي وو، نن د پنجشنبې يا زيارت په ورځ سهار وختي خوشي شوي دي. دوی هغه مهال ونيول شول چې په لانډي سيمه کې يې د تنظيم سازۍ لپاره يوه غونډه وکړه.

د دې غورځنګ يو مشر عالمزیب مسيد چې له ډېره اسماعيل خان څخه کراچۍ ته د دغې تنظيم سازۍ لپاره ورغلی وو، د جولايي په پنځمه مشال راډيو ته ووېل چې لومړۍ غونډه یې رېنجرز ځواکونو د مداخلې له وجې ونه کړه. د هغه په وېنا د دوهمې غونډې په پای کې يې ملګري ونيول شول. ((نقاب پوشه وسله وال کسان راغلل. يا خو د سي ټي ډي والا وو او يا هم د ملټري انټيلجنس. زموږ کسان يې بوتلل. موږ پر فېبسوک دا خبر نشر کړ او د سهراب ګوټ د سړک بندولو ګواښ مو وکړ. د سهار په څلورو بجو يې زموږ ټول ملګري راخوشي کړل.))

که يو سړي په لاهور، اسلام اباد او بيا په کراچۍ کې هم همغه جرم کړی وي نو بيا دا نه معلومېږي چې دا سړی چا ونیو ځکه د جرمونو نوعيت يې مختلف وي.
د سند پوليسو وياند، عادل رشيد

دا کسان تر هغې وروسته نيول شوي وو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتين څو ورځې مخکې پر خپله فېسبوک پاڼه د ويډيو په خپرولو وويل وېره ده چې د وزيرستاني ځوان نقیب الله مسود پر وژنې تورن د ملير پوليسو پخوانی مشر، راو انور به له عدالته بې سزا خوشي شي. هغه خبرداری ورکړی وو چې که داسې وشول نو د کراچۍ په شمول به ټولو ښارونو کې مظاهرې کوو.

عالمزيب مسود وايي په نيول شوو ملګرو يې تشدد شوی دی. ((له دوی څخه یې هلته زموږ او منظور پښتين په اړه پوښتنې کړې وي. دا يې هم ورته ويلي وو چې د پوځ خلاف به نعرې نه وهئ او که بيا مو د پښتون ژغورنې غورځنګ په غونډو کې برخه واخيسته، بنديانووو مو.))

په دې اړه مو د پوځ د عامه اړيکو آيي، ايس، پي، آر د نظر اخيستو هڅه وکړه خو هغوی د مشال راډيو ټيليفون ته ځواب ونه وايه. د سند پوليسو وياند، عادل رشيد د جولايي په پنځمه مشال راډيو سره خبرو کې ومنله چې که استخباراتي ادارې يو کس پورته کړي دوی ته يې ژر خبر نه ورکوي. ((يو سړی چې کله ونيول شي يا که داسې ووايو چې پورته يې کړي، پر هغه مختلف کېسونه وي. که يو الزام وي خو پوليس يې نيسي. که استخباراتي ادارې يو څوک پورته کړي نو بيا له هغه تفصيلي پوښتنې کېږي. چې دا کاروايي پوره شي کېدای شي تر هغې وروسته پوليسو ته وسپارل شي.))

پښتون ژغورنې غورځنګ له امنيتي ادارو د غېب کړل شوو کسانو موندل او عدالتونو ته حاضرول او پر چيک پوسټونو د خلکو سره ښه سلوک غواړي. د پاکستان پوځ په ځينو ځايونو کې امنيتي چيک پوسټونه ځايي ملکي انتظاميې او پوليسو ته سپارلي دي. همداراز د غېب کړل شوو کسانو په اړه حکومت يو کمېشن جوړ کړی خو د پښتون ژغورنې غورځنګ يې بې واکه بولي.

XS
SM
MD
LG