د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان خبریالانو ټولنې د رسنیو ازادۍ تحریک پیل کړی


په پاکستان کې د خبریالانو ټولنې.
په پاکستان کې د خبریالانو ټولنې.

د پاکستان د خبریالانو ټولنې [فېډرل یونین اف جرنلېسټس] د رسنیو ازادۍ غورځنګ پیل کړی دی.

د دې ټولنې مشرانو او غړیو د پنجشنبې په مازیګر په اسلام اباد او د هېواد د خبریالانو په نورو مرکزونو کې تحریک پیل کړ او ویې ویل چې د رسنیو تر بشپړې ازادۍ پورې به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.

د ټولنې مشر افضل بټ مشال راډیو ته وویل، پر رسنیو بندېز د واقعیتونو او ریښتیا د پټولو معنا لري.

بټ زیاته کړه چې د تحریک په ترڅ کې به خبریالان د جولای پر نهمه د ډان ورځپاڼې دفتر مخې ته د یووالي پرلت وهي او تر دې وروسته به د پارلېمان مخې ته احتجاج هم کوي.

د پاکستان خبریالانو ټولنې دا غورځنګ پر داسې مهال پیل کړی دی چې هلته رسنۍ له یو لړ محدودیتونو سره مخامخ دي.

د پاکستان او نړۍ د خبریالانو ټولنو او د حقونو سازمانونو په اسلام اباد کې د مشال راډیو له دفتر تړلو څخه پر جیو ټېلېوېژن بندېز او د ډان ورځپاڼې د وېش او خرڅلاو مخې ته خنډونه، د اندېښنې وړ بللي دي.

پاکستانۍ او نړیوالې ټولنې تور پورې کوي چې پوځ او استخباراتي ادارې پر رسنیو د محدودیتونو تر شا دي، خو د پوځ ویاند مېجر جنرال اصف غفور په خپلو بیانونو کې دا تورونه رد کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG