د لاسرسي ځای

تازه خبر

روحاني د امریکا بندېزونو کمولو لپاره د اروپايي ټولنې اقدامات ناکافي بللي


د ایران ولسمشر حسن روحاني.
د ایران ولسمشر حسن روحاني.

ایرانۍ رسنۍ وايي، ولسمشر حسن روحاني د فرانسې او جرمني مشرانو ته ویلي دي چې د امریکايي بندېزونو د اثراتو کمولو لپاره د اروپايي ټولنې اقتصادي اقدامات کافي نه دي.

دولتي خبري اژانس اېرنا د پنجشنبې په ورځ وویل، روحاني له خپل فرانسوي سیال اېمانوېل مکرون سره په ټېلېفوني خبرو کې وویل، د اروپايي ټولنې اقدامات یې غوښتنې نه پوره کوي.

تسنیم خبري اژانس وايي چې روحاني په جلا ټېلېفوني خبرو کې د جرمني وزیر اعظمې انګېلا مېرکل ته ویلي دي چې اقتصادي اقدامات نهیلي کوونکي دي.

اژانس د نوموړي له خولې ویلي،وړاندې شوی پیکېچ عملي پلان یا د همکاریو د دوام واضحه تګلاره نه لري بلکې پکې د اروپايي ټولنې د پخوانیو بیانونو په څېر ځینې عمومي ژمنې شوې دي.

ایراني ولسمشر هیله ښودلې ده چې د نړۍ له پینځو ځواکمنو هېوادونو سره به د ویانا په نننۍ غونډه کې نیمګړتیاوې ختمې شي.

روحاني د فرانسې، جرمني، برتانیې، روسیې او چین له چارواکو سره پر داسې مهال ویني چې دوه میاشتې مخکې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ایران سره په ۲۰۱۵ز کال کې له شوې اټومي موافقې څخه د وتلو اعلان وکړ او پر تهران یې بیا بندیزونه ولګول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG