د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ټاکنو کمیشن وايي، هغه حلقې چې ښځو پکې تر ۱۰ فیصده کمې رایې اچولې وي هغه به په رایو نه حسابېږي نو پر دغه شرط پوره کولو لپاره د خېبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې کاندیدان څه هلې ځلې هم کوي که یه؟

د باجوړ له یوڅلویښتمې حلقې د تحریک انصاف امیدوار ګل ظفر د باجوړ لېرې پرتو سیمو ته د انتخابي کمپېن لپاره تللی خو لا یې هم کمپېن تر نارینه و محدود دی. هغه وایي د ده د کمپېن په ټیم کې ورسره ټول نارینه دي او د سیمې په زنانه و کې دوی ته داسې څوک نه ده ملګرې شوې چې پیغام یې تر ښځو ورسوي. نوموړی وایي د نجونو زدهکړو کې باجوړ وروسته دی چې له امله یې دا او نور کاندیدان له دې تشې سره مخامخ دي.

"زه د مامومندو ډبری، څپری، بانډه ګۍ او د سلارزو او ماموندو اوچتو برخو ته د انتخابي کمپېن لپاره تللی یم او ټولو ځایونو کې ماته خپل پېغام ښځو ته په رسولو کې مشکیلات دي. دلته په ښځو کې د تعلیم کچه دومره ټیټه ده چې د سوباړي [بېټ] او غشي [تیر] ترمنځ فرق کول هم ورته ګران دي''

خو د مومند ضلعې څخه د متحده مجلس عمل په ټکټ قامي اسمبلۍ ته امیدوار مولانا غلام صادق د مدرسو او لاوډ سپیکر له لارې په ښځو کې خپل انتخابي کمپين چلوي.

''زموږ په علاقه کې د جینکو مدرسې دي،د هغې استازانې د علاقې د ښځو سره ویني او هغوي ته د ووټ ورکولو ترغیب ورکوي.ب ل د لاوډ سپیکر په ذریعه هم ښځې زموږ غږ اوري او کله کله له پړدې اخوا هم ښځو ته تقریر کوم او په دې طریقه کمپاین کوم.''

د باجوړ ضلعې له څلویښتمې حلقې د عوامي نېشنل ګوند امیدوار ګل افضل وایي دوی مېرمنې د کورنۍ په مشر خبروي.

''ښځې جلسو او کارنر میټنګونو ته نه شي راتلی، دلته ښځې په مشکیله خلک نارینه ډاکتر ته بیايي نو انتخابي امیدوار جلسې یا کارنر میټنګ ته ورورستل خو لېرې خبره ده نو موږ د یو کور مشر که هغه پلار وي ورور وي یا بل څوک هغوی خپل لور ته رابلو او په دې توګه هغوی ته وایو چې زنانه هم وهڅوي.''

له شمالي وزیرستان د قامي اسمبلۍ لپاره ازاد امیدوار محسن داوړ ادعا کوي چې د دوی په حلقه کې له کسته پولنګ سټیشنونه لرې لرې جوړ کړل شوي چې په لوی شمېر کې ښځې د رایو له کارولو بې برخې پاتې شي.

''زموږ په حلقه کې یو ځایې داسې پولینګ سټیشن هم دی چې د سیند پورې غاړې ته دی. که په سرک ورته ورځې نو ۳۰ یا ۳۵ کیلومیټره لار ده. د ښځو لپاره دومره لېرې پولینګ سټیشونونه دوی له کسته جوړ کړي دي او غواړي ښځې له ووټ اچونې لېرې وساتي."

بل خوا د خېبر پښتونخوا د ټاکنو کمیشن ویاند سهیل خان د چارشنبې په ماښام مشال ریډیو ته وویل د انتخاباتو کمیشن د پخوانیو قبایلي سیمو په ګډون په هره ضلعه کې د یو زرو رای کاروونکیو پر سر یو پولنګ بوت جوړ کړی دی او د دې لپاره یې له وړاندې د ګوګل نقشې په مرسته کره ځایونه په نښه کړي دي.

هغه زیاته کړه ښایې په ځینو سیمو کې پولینګ سټشنونه لرې وي، خو په دغو سیمو کې د سرکاري ودانیو د نه شتون له وجې یې دغه کار کړی دی ځکه چې پولینګ سټیشنونه عام طور له سرکاري ودانیو سربېره په نورو ځایونو کې نه شي جوړولی.

نور ولولئ
پخوانۍ فاټا کې به د صوبايي اسمبلۍ ټاکنې کال کې دننه کېږي​
قبایلي سیمو کې د ادارو فعالېدل به وخت اخلي​

XS
SM
MD
LG