د لاسرسي ځای

تازه خبر

شنونکي: قبایلي سیمو کې د ادارو فعالېدل به وخت اخلي


پراګ ـ د قبایلي سیمو ځیني شنونکي وایي، د خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو د انضمام په عمل کې د پوځي او ولسي بیوروکراکرسۍ د پراخه رول له وجې به په قبایلي سیمو کې د ادارو فعاله کېدل زیات وخت واخلي.

پخوانی سېنټر او شنونکی افراسیاب خټک وایي، دوی دا پوښتنه لري چې د قبایلي سیمو د انتظام کوم موقتي قانون جوړ شوی، موده یې ولې نه ده ښودل شوې او بله دا چې په قبایلي سیمو کې د حکومتي او پوځي چارواکو رول لا هم پراخه دی. هغه زیاتوي:

((ولسي او پوځي بیوروکراسي غواړي، قبایلي سیمې په خپله ولکه کې وساتي او دا یې نه دي په ډاګه کړي چې دا عبوري وخت به څومره اوږد وي. په وزیرستان کې موږ وکتل چې د پښتون ژغورنې د تحریک غړي ونیول شول، د دوی په کورونو حملې وشوې، او د سیمې نه په زوره ووېستل شول، نو پکار خو دا وه چې د اصلاحاتو سره په حالاتو کې ښه والی راغلی وې.))

د پاکستان د پلاننګ کمېشن مرستیال مشر سرتاج عزیز مشال راډیو ته وویل چې دا ټول عمل به وخت اخلي خو دا خبره غلطه ده چې ګینې بیوروکراسي به دغه عمل د ځنډ ښکار کړي او زیاتوي:

((دا ډېر لوی اصلاحات دي ځکه چې ارټیکل ۲۴۷ ختم شو، د ولسمشر او ګورنر خصوصي اختیارات ختم شول،د پولیټیکل اېجنټانو اختیارات لاړل، ایف سي ار ختم شو، نو دا ډېرې لویې خبرې دي خو دا خبره ده چې د دې هر څه نفاذ به وخت اخلي. هلته به ادارې جوړېږي،اوس هم د ځینو سیمو امنیت ښه نه دی، مسئلې شته، د سکولونو عدالتونو او نورو ادارو جوړول به هم وخت اخلي. په درېوو څلورو کالو کې به ډېر کارونه واضحه شي خو چې څنګه نفاذ وشي، خلکو ته به بنیادي حقونه ورکړل شي، او څوک به د یو باقاعده کاروایي پرته نشي ګرفتارېدی.))

د پېښور پوهنتون استاد ډاکټر اعجاز خټک وایي، دا ټول عمل به وخت اخلي خو باید حکومت او انتظاميه په قبایلي سیمو کې د ادارو د جوړولو او فعالولو ته لومړېتوب ورکړي.

((هلته به عدالتونه، تاڼې او نورې ادارې جوړېږي، ځیې شته او ځیني له سره کار پېلوي. په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې هم د دغو سیمو د غړیو په راتګ کې څه یو کال شته، نو دا هر څه به وخت اخلي.))

د پاکستان پارلمان، د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ او ولسمشر ممنون حسین د مې په اخري اوونی کې د قبایلي سیمو په خېبر پښتونخوا کې د ورګډولو اییني ترمییم منظور کړ.

XS
SM
MD
LG