د روس بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي روس او امریکا هکړه کړی چې لوړ پوړي سفارتکاران به یې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو د پلان شوی سرمشریزې وروسته سره ګوري.
لاوروف د چارشنبې په ورځ په ماسکو کې وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو سره ملاقات به یې د ولادمیر پوتین او ډونلډ ټرمپ ترمنځ د جولای پر ۱۶مه په هیلسینکي کې د پلان شویو خبرو اترو وروسته کېږي.
لاوروف پرون د اردن له هم منصب سره د ملاقات په وخت خبري غونډې ته وویل چې پرون ورته مایک پامپیو په ټيلي فون خبر ورکړ چې ډېر مصروف دیاو تر سرمشریزې مخکې ورسره نه شي لیدلی.
لاوروف وویل، د هیلسینکي تر سرمشریزې وروسته په لیدو یې موافقه وکړه چې یو تاریخ او سم ځای به خوښ کړي څو د ګډو هدفونو د تر لاسه کولو لارې وموندل شي.