جرمن او افغان چارواکي وايي چې جرمني ۶۹ افغان وګړي تر هغه وروسته بیرته خپل هېواد ته لېږلي دي چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شول.
د افغانستان کډوالۍ ادارې چارواکیو د چارشنبې په ورځ وویل چې په چارشنبه یوه الوتکه له میونیښه کابل ته ورسېده چې دغه کسان پکې سپاره ول.
دا د دسمبر ۲۰۱۶م کال وروسته د افغان پناه غوښتونکو یو لوی شمېر و چې له جرمني په مستقیم پرواز کې بیرته خپل هېواد ته ولېږل شول.
جرمني ژمنه کړې چې د هغو بهرنیانو لېږل به په تېزۍ سره سر ته ورسوي چې د پناه غوښتنې درخواستونه یې رد شوي دي.