په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخیل وال د چارشبنې په ورځ د پاکستان پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره لېدلې دي.
د پاکستان پوځ عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) د جولايي پر څلورمه په خپله اعلامیه کې وویل چې په راولپنډۍ کې د پوځ په مرکز جي ایچ کیو کې د ملاقات پر وخت د افغانستان په ګډون د سیمې امنیت او د ګډې دلچسپۍ په نورو موضوعګانو خبرې وشوې.
خبرپاڼه وايي، حضرت عمر زاخیل وال د پاکستان او افغانستان د تعلقاتو د ښه کولو په لړ کې د جنرال باجوه د کوښښونو مننه وکړه.
په وروستیو کې د دواړو هېوادونو اعلا چارواکیو د اسلام اباد او کابل سفرونه کړي دي.