د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وېلز او باجوه لیدنه کې د امن لپاره پر ګډو هڅو ټینګار


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې اېلس وېلز د پاکستاني پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې اېلس وېلز د پاکستاني پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه.

د منځنۍ او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیرې ایلس ویلز او د پاکستاني پوځ مشر قمر جاوید باجوه په سیمه کې د امن او ثبات لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کړې دي.

د پاکستان پوځ عامه اړیکو څانګې ايي ایس پي آر د سېشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې پرون د راولپنډۍ په پوځي دفتر کې ایلس ویلز د پاکستان پوځ له مشر له قمر جاوید باجوه سره لیدلي او په دوه اړخیزو اړیکیو ، د سیمې په امنیتي وضعیت او د پاکستان او امریکا ترمنځ همکاری په اړه یې خبرې کړې دي.

ایلسویلز د جولای له لومړۍ نه دریمې نیټې پورې په اسلام اباد کې وه.

پاکستان ته تر سفر مخکې ایلس ویلز په کابل کې خبریانو ته ویلي وو چې په افغانستان کې د امن او پخلاینې د خبرو په پرمختګ کې ګاونډی هېواد مهم کردار تر سره کولای شي، خو تور یې لګولی و چې پاکستان په دې برخه کې د اړتیا وړ ګامونه نه دي اخیستي.

پاکستان تل داسې تورونه رد کړي او وايي چې په افغانستان کې سوله غواړي او په دې لړ کې یې وړاندې هم ګامونه پورته کړي او بیا هم ورته تیار دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اېلس وېلز د دوشنبې په ورځ کابل ته تر سفر وروسته د پاکستان له سیاسي او پوځي مشرانو سره په یو لړ مساېلو د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللې وه.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې – آی ایس پي ار - د سه شنبې په ورځ ناوخته په یو خبرپاڼه کې ویلي چې دې جګپوړې امریکايي ډيپلوماټې د پوځ له مشر سره لیدلي او په یو لړ موضوعاتویې ورسره خبرې کړي دي.

خبرپاڼه کاږي چې " په دغه لیدنه کې په دوه اړخیزو اړیکیو او د سیمې پر امنیتي وضعیت خبرې وشوې او دواړو غاړو همداشان په سیمه کې د امن او ثبات لپاره پر ګډو هڅو خپله ژمنه او اراده تکرار کړه. "

که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه هېواد ته د اېلس وېلز د سفر او لیدنو په اړه څه نه دي ویلي خو رسنۍ بیا په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت د یوې خبرپاڼې په حواله وايي،چې وېلز د جولایي له ۱ تر ۳ په اسلام اباد کې وه او هلته یې د دې هېواد له یو شمېر سیاسي او پوځي مشرانو سره وکتل.

یاده خبرپاڼه زیاتوي چې " اېلس وېلز د پاکستان پر هغه عزم او اراده هم خبرې وکړې چې ګواکې په خپلو سرحدونو کې دننه موجودې ټولې ترهګرې ډلې به ختموي او نوموړې د شریکو ګټو په برخه کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي او تجارتي اړیکو پر پراختیا یې هم بحث وکړ."

دغه جګپوړې امریکايي ډيپلوماټې په داسې وخت کې د پاکستان سفر کړی او د دې هېواد له سیاسي و پوځي چارواکیو سره یې د سیمې پر امنیتي وضعیت خبرې کړي چې په دې وروستیو کې د امریکا او افغان حکومت له خوا پر افغان طالبانو د خبرو اترو لپاره فشار زیات شوی دی.

افغان حکومت او طالبانو له خپلو خواوو په دې وروستیو کې اوربند هم اعلان کړی و چې د امریکا او پاکستان په ګډون یې ډېری هېوادونو هرکلی وکړ او د دغې لړۍ د غځېدو هیله یې وښوده.

خو لومړی وسله والو طالبانو اوربند پای ته ورساوی او بیا یې هم افغان ولسمشر اشرف غني د ختمولو اعلان وکړ.

پاکستان ته تر سفر مخکې اېلس وېلز په کابل کې له خبریانو سره د خبرو پر مهال ویلي وو چې په افغانستان کې د امن او پخلاینې د خبرو په پرمختګ کې ګاونډی هېواد مهم کردار تر سره کولای شي، خو تور یې لګولی و چې پاکستان په دې برخه کې د اړتیا وړ ګامونه نه دي اخیستي.

پاکستان تل داسې څرګندونې یوازې تور بللی او دریځ لري چې ګواکي دوي په افغانستان کې سوله غواړي او په دې لړ کې یې د دوي په وینا ، وړاندې هم ګامونه پورته کړي او بیا هم ورته تیار دي.

XS
SM
MD
LG