د لاسرسي ځای

د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې د زیارت ورځې سهار د پاکستان خارجه سېکرېټرې سره ملاقات کړی دی او د دوه اړخیز اړیکو د هر اړخ پشمول د افغانستان په معاملې یې خبرې اترې کړې دي.

د زیارت په ورځ اونیزې خبري غونډې پر مهال د پاکستان خارجه وزارت ویاند نفیس زکریا خبریالانو ته وویل چې د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې اېلیس ویلز خارجه سیکټرې تهمینه جنجوعه سره په ملاقات کې د افغانستان په ګډون پر دوه اړخیز اړیکو خبرې کړي دي.

''د اېلس وېلز سفر په داسي حال کې کیږي چې د افغانستان په اړه د سیمې حالاتو په شالید کې امریکا د نوې پالیسۍ جاج اخېستل کېږي. موږ دا سفر مهم بولو ولې چې دې یوه موقعه راکړې چې پکې د دوه اړخیز تعلقاتو د هر اړخ پشمول د افغانستان په اړه شریک نظر او له سیمې سره تړلې په نورو معاملو خبرې اترې وشوې.''

د ملاقات پرمهال د پاکستان خارجه سېکرېټرې هیله ښودلې چې د امریکا نوې پالیسي به په افغانستان او سیمه کې امن او ثبات ته وده ورکوي.

د امریکا خارجه محکمې ترمخه چې پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې به د سیمې دوره تر اتم اګست پورې کوي چرته چې به نوموړې حکومتي او سیاسي مشرانو او سودګرانو سره ملاقاتونه کوي.

XS
SM
MD
LG