د شام په حمص صوبه کې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي زوی حذیفه ال بدري وژل شوی دی.
دا خبر د سېشنبې په ورځ د داعش ډلې پر ویبپاڼه اعماق ورکړل شوی دی.
داعش پر خپله ویبپاڼه د حذیفه عکس له خپرولو سره لیکلي چې هغه د حمص په ترمل پاور سټیشن کې د نصېریه او روسانو ضد جګړې پر مهال وژل شوی دی.
داعش نصېریه ټکی د علویه مذهبي اقلیتي ډلې لپاره کاروي.
د شام ولسمشر اسد هم له علویه اقلیتي ډلې سره اړه لري.
بغدادي چې اصلا له عراقی دی، په نړی کې تر ټولو مطلوبه تن دی.
امریکا د هغه د نیولو لپاره ۲۵ میلیونه ډالره انعام ايښی دي.
د ابوبکر بغدادي دوې ښځې دي، له لومړۍ څلور بچیان او له دوهمې یو زوی لري.