د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین د پښتونخوا په رشکۍ کې صنعتي ښارګوټي جوړوي


تېر ماښام په پېښور کې د خیبر پښتونخوا په وزیر اعلا هاوس کې د چین سرکاري کمپنیانو چارواکو او د پښتونخوا حکومتي چارواکو په یوه ګډه غونډه کې د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ له مخې د میدان او نوښار ترمنځ له رشکۍ سره نېږدې د یوه صنعتي ښارګوټي جوړولو پر یوه تړون لاسلیک وشو.

له وزیر اعلا کوره د جاري شوې خبرپاڼې له مخې اعلا وزیر پروېز خټک ویلي دي چې د چین چارواکو د خیبر پښتونخوا له جنوبي ضلعوتېره شوي د اقتصادي راهدارۍ لارې جوړولو خبره هم منلې ده او د دې ترڅنګ د چین چارواکیو په دې خبره کې هم لېوالتیا وښودله چې د راهدارۍ د منصوبې لپاره د چترال له شندوره بیا د ملاکنډ تر چکدرې پوري یوه متبادل لاره جوړه کړي.

د صنعتونو لپاره د وزیر اعلا سلاکار عبد الکریم خان مشال راډیو ته وویل چې د پښتونخوا اقتصادي پرمختګ لپاره د رشکۍ انټر-چېنچ دا اقتصادي ښارګوتې یوه لویه منصوبه ده او ټول لګښت به یې د چین هېواد ورکوي:

"وزیر اعلا سیکریټرېټ ته د چین پانګه وال [سرمایه کار] راغلي وو او له ځان سره یې یو د ټرکونو جوړولو دصنعت مشر او بل د ټرېکټرو جوړولو د صنعت مشر راوستلی وو او دوی وویل چې د صنعتي زون له پیل سره سم به د ټرکونو او ټرېکټرو جوړولو صنعتونه کار پیل کړي. د دې صنعتونو د پرمختګ او د بجلۍ بندوبست به دوی په خپله کوي. اعلا وزیر دا هم ووېل چې صوبايي چارواکې دې هڅه وکړي چې د صنعتي زون د ځمکې پېسې هم د چین شرکتونه ورکړي."

له وزیر اعلا هاوسه د خپور شوي بیان ترمخه پروېزخټک ویلي دي چې د چین چارواکو اوس دا خبره منلې ده چې مغربي لار د اقتصادي راهدارۍ برخه ده او د چین له چارواکو سره له شندوره او د ملاکنډ تر چکدرې پوري د سې پېک د یوې متبادلې لارې جوړولو لپاره هم په نېږدې راتلونکې کې د چین له چارواکیو سره لوظنامه لاسلیک شي.

که څه هم د خیبر بښتونخوا حکومت له چین سره په کړیو اوسنیو تړونونو خوشالي ښيي خو د کوریډور لپاره د مبارزه کوونکې اتحاديې پښتونخوا ولسي تحریکمشر ډاکټر سید عالم مسود وايي د پښتونخوا وزیر اعلا د ۲۰۱۶م کتا په وروستۍ میاشت کې په چین کې د جې سي سي په غونډه کې د پښتونخوا صوبې لپاره هېڅ نه دي ګټلي او اوس هغه د مغربي لارې پهلړ کې ولس دوکه کوي.

ډاکټر سید عالم مسود وايي د سند وزیر اعلا مراد علي شاه د اقتصادي راهدارۍ په منصوبه کې د خپلې صوبې لپاره درې اقتصادي ښارګوتي راوړي دي او د پښتونخوا اعلا وزیر په چین کې د دې صوبې مقدمه په سمه توګه نه ده وړاندې کړې او اوس هغه کله د چین یوه کمپني راولي او کله بله او د ولس په سترګو کی د شګو اچولو هڅه کوي:

''د چین او پاکستان د سرمایه کارۍ چارواکو ترمېنځ چې کله لوظنامه لاسلیک شوې وه نو د هغې له مخې به د اقتصادي راهداري منصوبې لاندې ټول ۳۷ صنعتي ښارونه جوړېږي او چې کوم اووه منظور شوي دي نو په هغه کې درې په پنجاب او درې په سیند صوبه کې دي او یو د پښتونخوا صوبې هزاره ډیویژن اتار [حطار] صنعتي زون دی او دا خبره پکې هم ده چې په صنعتي ښارونو کې د بجلۍ او ګېس بندوبست به صوبې په خپله کوي نو په رشکۍ کې به دوی بجلي څه رنګجوړوي، زما په اند دا ټول دروغ دي."

یاده دی وي چې د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ په لړ کې د خیبر پښتونخوا لپاره د چین لخوا د اقتصادي زون جوړولو او د اقتصادي راهدارۍ د مغربي لارې ترڅنګ د شندور او ملاکنډ ترمینځ د راهدارۍ د متبادل لارې جوړولو خبرې اترې د هغې روستو پېل شوي دی چې د سي پېک په منصوبه د یوشمېر سیاسي ګوندونو او مدني ټولنولخوا پر وفاقي حکومت د وړو صوبو د حق خوړولو پرسر سختې نیوکې شوې وې خو اوس د چین چارواکي خپله هڅه کوي چې په سي پېک منصوبه د وړو صوبو اندېښنې لري کړي.

XS
SM
MD
LG