د لاسرسي ځای

تازه خبر

سږ کال تر یو زرو زیات کډوال په روم سمندرګي کې ډوب شوي


اروپا ته پر لاره د مهاجرینو بورډ.
اروپا ته پر لاره د مهاجرینو بورډ.

د کډوالو نړیوالې ادارې د دوشنبې په ورځ ویلي چې سږ کال تر یو زرو زیات کسان سږ کال په بحیره روم کې د لیبیا اروپا ته پر لاره ډوب شوي دي.

دغه اداره وایي، په تېرو څو ورځو کې ۲۰۴ کسان سمګلرانو لخوا په غېر محفوظو کشتیو کې د کښېنولو له وجې مړه شوي دي.

د دغه ادارې مشر عثمان بلبیسي وایي د لیبیا په ساحلې سیمو کې په داسې وژنو کې زیاتوالې یوه خطرناکه خبره ده.

نوموړی وایي، سمګلران د کډوالو له مایوسۍ ګټه اخلي چې دوی دې له دې مخکې ولاړ شي چې اروپا یې د بحیره روم له لارې په ورتګ لا نور بندېزونه ولګوي.

د ۲۰۱۵م کال په نسبت اوس د کډوالو اروپا ته تګ کم شوی دی په دغه کال په سلګونو زرو کسانو له شمالي افریقا پر خطرناکو سمندري لارو اروپا ته سفر وکړ.

په دې لړ کې له ترکي و یونان ته لویه لار چې زیاتره یې دوه کاله وړاندې بنده شوې ده، په ۲۰۱۵م کال کې تر یو میلیون زیاتو خلکو کارولې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG