نن دووشنبه د زمبابوې په هرارې کې اسټراليا و پاکستان ته په شل اووريزه کرکټ لوبه کې په نهو ويکټونو ماتې ورکړه.
پاکستان د اسټراليا په بلنه لومړی بېټينګ وکړ او د ټولو لوبغاړیو په اوټ کېدو يې په ۱۹ اعشاريه پنځه اوورونو کې ۱۱۶ منډې وکړې. اسټراليا دا هدف په يوولس اوورونو کې د يوه لوبغاړي په سوځېدو پوره کړ.
د اسټراليا بيلي سټېنکلي تر ټولو ډېرې څلور ويکټې واخيستې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.
د دې لوبو په لړۍ کې زمبابوې هم شته چې پرون يې له پاکستانه لوبه وبايلله.