د لاسرسي ځای

تازه خبر

'امریکا د افغان جګړې پرامنه پای غواړي'


د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیره الېس ولز
د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیره الېس ولز

د امریکا بهرنیو چارو مرستیال وزیرې الېس ولز ویلي هېواد یې د افغانستان په مشرۍ د سولې بهیر ملاتړ کوي چې او د افغان جګړې په سوله‎ییزې پای ته رسېدو ټینګار کړی دی.

هغې پرون له افغان لوړپوړو امنیتي او ملکي چارواکو سره په لیدنه کې دا مسایل یاد کړي دي.

په کابل کې د امریکا سفارت د مېرمن ولز د لیدنو په اړه یو بیان خپور کړی او ویلي یې دي چې هغې د افغانستان ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر، د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌ الدین رباني او د سولې شورا له رئیس کریم خلیلي سره لیدلي دي.

اخوا د افغانستان ملي امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا بهرنیو چارو له مرستیال وزیرې الېس ولز سره په لیدنه کې په سیمه‎ییزو همکاریو او د افغان حکومت د سولې په پروګرام خبرې وکړې.

دواړو لورو په بروکسل کې د ناټو د غونډې د چمتووالي په اړه خبرې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG