د لاسرسي ځای

تازه خبر

احسن اقبال: خېبر پښتونخوا حکومت دې اقتصادي راهداري نه لانجمنوي


خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د اقتصادي راهدارۍ معامله عدالت ته یووړه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:51 0:00

خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د اقتصادي راهدارۍ معامله عدالت ته یووړه

د منصوبه بندۍ او ترقۍ وفاقي وزير د چین ـــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ پر معامله د خېبر پښتونخوا حکومت عدالت ته تللو باندې خپګان ښودلی او ویلي یې دي چې بهرنۍ سرمايه كاري په عدالتي كاروایانو نه ترلاسه کېږي.

د ګل په ورځ په لاهور کې له خبريالانو سره په خبرو کې د وفاقي وزیر احسن اقبال وینا وه چې د خېبر پښتونخوا حكومت دې چين ــــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژه د سياسي مقصدونو لپاره نه استعمالوي او د سي پېک په اړه د خېبرپښتونخوا له عدالتي اقدامه دوی پرېشانه نه دي.

د احسن اقبال وینا وه چې له كوټې تر ګوادره لويه لار تر ټاكلې مودې دوه مياشتې وړاندې سر ته ورسول شوه او له دې به د افغانستان او مينځنۍ اسيا هېوادونو پشمول د دې منطقې ټولو ملکونو ته ګټه ورسي او وفاقي حكومت به د غربي سړک په اړه خپله كړې ژمنه پوره كوي.

د ذکر ده چې د ګل پر ورځ د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ سپیکر اسد قېصر په چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ کې دغې صوبې ته د ونډې نه ورکولو په معامله په پېښور های کورټ درخواست وړی چې وفاقي حکومت دې د اقتصادي راهدارۍ پر مغربي لار خپل جزیات په ډاګه کړي.

د پاکستان تحريک انصاف د صوبايي اسمبلۍ غړي شاه فرمان مشال راډيو ته وويل چې وفاقي حکومت ورسره وخت په وخت د غربي لارې او صنعتي زونونو جوړولو علاوه نورې ډېرې وعدې وکړې خو سوه ېې هم عملي نه کړه نو ځکه یې اوس عدالت ته مخه کړې.

د ذکر ده چې د سږ کال په جنورۍ میاشت کې د وزیراعظم له دفتره خپور شوي یو بیان کې ویل شوي ول چې د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژې په لړ کې به په خیبر پښتونخوا کې اووه صنعتي زونونه جوړول کېږيچې ځایونه یې هم په نښه شوي دي.

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سېکرېټري ميا افتخار حسېن وایي چې پاکستان تحريک انصاف په صوبه کې له نورو ګوندونو سره د سلا مشورې بغیر عدالت ته تللی دی او له دې کبله به اوس څوک د غربي لارې لپاره احتجاجي مظاهرې هم نه شي کولی ځکه چې معامله اوس عدالت ته ولاړه.

د يادونې ده چې جماعت اسلامي د سي پېک په حواله سره د روانې مياشتې په پنځلسمه (۱۵) نېټه یوه ټول - ګونديزه غونډه وربللې ده.

د پروسږکال په اپریل مياشت کې د چين صدر ژي جن پنګ او د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په اسلام آباد کې قريبا د ٤٦ اربه ډالرو ماليت منصوبې لاسليک کړې وې چې پکې د نورو تر څنګ د اقتصادي راهدارۍ منصوبه هم شامله وه.

XS
SM
MD
LG