د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د دوو اربو ډالرو پور اخلي


د پاکستان خزانې ریاستي وزیر ویلي، د جون تر میاشتې پورې یې هېواد ته د دوو اربو ‌ډالرو ضرورت دی نو ځکه یې حکومت د پور اخیستو هلې ځلې پیل کړې دي.

رانا افضل دا څرګندونې د اتوار په مازیګر له مشال راډيو سره د هغې پوښتنې په ځواب کې کولې چې رویټرز د مې پر ۲۵مه په خپل یو ځانګړي راپور کې ویلي ول چې پاکستان له چینه د یوه یا دوو اربو امریکايي ډالرو پور اخیستو تمه لري.

ریاستي وزیر وویل، دی نه شي ویلی چې پاکستان له چینه پور اخلي، خو هېواد ته یې تر جون مخکې د دوو اربو ډالرو ضرورت دی.

نوموړی زیاتوي: ((موږ ته چې کومه هم اسانه وسیله ترلاسه شي موږ به له هغوی قرضې اخلو ځکه چې دا پور دی او موږ به یې له سود سره پرې کوو نو ځکه هم موږ هڅه کوو چې له چیرته راته ارزانه ملاو شي، ا یې خلو.))

رویټرز خبري اژانس لیکي، د پاکستان له چین څخه د قرضو اخیستو دا خبره په داسې وخت کې مخې ته راغلې ده چې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ د اړیکو خرابېدو وروسته امریکا، پاکستان ته خپلې مرستې کمې کړي.

د اژانس په خبره، په فرورۍ میاشت کې واشنګټن هڅې کولې چې پاکستان دې له ترهګرو سره د مرسته کونکیو هېوادونو په څار-لیسټ کې شامل کړل شي. پر دې خبره په پاکستان کې چارواکي خپه او غوسه وشول .

امریکايي چارواکي وايي چې پاکستان دې د وسله والو ډلو ضد پرېکنده ګامونه پورته کړي خو پاکستان وايي، د وسله والو ضد بې له توپیره کارروايي کوي او په ډېرو سیمو کې یې بریالي عملیات کړي دي.

رویټرز خبري اژانس لیکي، له چین څخه د پاکستان دا نوې قرضې چې پرې خبرې روانې دي، د پاکستان په تېزی سره د ټیټدونکې/ پریوتونکې بهرنیو پیسو هغه ذخیره بهتره کولو کې مرسته کولای شي چې تېره اوونۍ څه باندې لس اربه ډالره ټیټه شوې وه.

د چین خزانې وزارت او مرکزي بینک د دې قرضو په اړه لا څه نه دي ویلي.

رانا افصل خان وویل، د پور اخیستو لپاره یې د ځینو بینکونو کنسورشمو او په متحده عربي اماراتو کې بینکونو سره رابطي کړي دي. له رانا افضله مو وپوښتل چې پاکستان ولي قرضونه اخلي نو ده راته وویل چې د هېواد تجارت یې له غیرمتوازن حالت سره مخامخ دی. په هېواد کې د زیاتې اقتصادي ودې له کبله یوشمېر پروژې هم روانې دي چې له کبله یې هېواد ته بهرني درامدت زیات شوي دي.

د خزاني وزیر مملکت زیاتوي، له دوی سره یوه لار دا ده چې روانې پرمختیايي او صنعتي پروژی ودروي، یا یې رفتار کم کړي او یا پور واخلي نو ځکه یې د قرضو اخیستو فیصله کړې ده.

XS
SM
MD
LG