د هېلمند د سولې کاروان وايي، د حکومت له لوري د اوربند ختمېدل، ورسره د شوې ژمنې خلاف کار دی.
د افغانستان ولسمشر، محمد اشرف غني د جون پر ۳۰مه، په رسمي توګه د حکومت له لوري د اوربند پای اعلان کړ.
ولسمشر غني ټولو امنیتي ځواکونو ته اجازه ورکړه چې د طالب وسله والو ضد پوځي عملیات پیل کړي.
د هېلمند د ولسي حرکت ویاند، بسم الله وطن دوست د جون پر ۳۰مې شپې مهال مشال راډیوته وویل چې له دوی سره د یوې میاشتې، یو طرفه اوربند ژمنه شوې وه. خو حکومت خپله ژمنه ماته کړه.
د هېلمند د سولې کاروان ویاند وویل چې وروسته به پر دې موضوع له رسنیو سره خبرې وکړي خو مشخصه نېټه یې و نه ښوده.