د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني حکومت د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده وغځوله


د پاکستان نګران حکومت پرېکړه کړې ده چې رجسټر افغان کډوال تر درو نورو میاشتو کولای شي چې په هغه هېواد کې واوسي. د جون د ۳۰مې پر ماښام د وزیراعظم له دفتره په خپور بیان کې راغلي دي چې د افغان کډوالو د برخلیک په اړه وروستۍ پرېکړه به نوی منتخب حکومت کوي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د قامي او صوبايي اسمبلیو د ټاکنو لپاره د جولای ۲۵مه نېټه ټاکلې ده چې په نتیجه کې به یې نوی ملکي حکومت جوړېږي.

نګران حکومت د نویو پالیسیو جوړولو واک نه لري.

په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو د حکومت پرېکړه ستایلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG