د لاسرسي ځای

تازه خبر

توسک: بریتانیا د اورپايي ټولنې د وتلو په اړه رښتینی پلان جوړ کړي


د اروپایي شورا مشر ډونالد توسک.
د اروپایي شورا مشر ډونالد توسک.

اروپايي ټولنې له بریتانیا غوښتي چې له اروپایي اتحادیې څخه د وتلو یا بریګزیټ د بهیر په اړه یو ریښتنی پلان جوړ کړي او یا به له ټولنې څخه د کومې معاملې پرته د وتلو له خطر سره مخامخ شي.

د اروپایي شورا مشر ډونالد توسک د جمعې په ورځ په بروکسلز کې د اروپایي ټولنې د سرمشریزي په پای کې خبریالانو ته وویل:" اوس هم ډېر لوی کارونه په مخ کې لرو او تر ټولو سخت کارونه لا هم نه دي حل شوي."

ده وویل چې دا وروستی غږ وو.

ټاکل شوې ده چې بریتانیا د ۲۰۱۹ کال د مارچ په پای کې له اروپایي ټولنې ووځي.

د بریګزیټ (د بریتانیا وتل) په اړه په ۲۰۱۶م کال کې ټولپوښتنه شوې وه.

بریتانیې او اروپايي ټولنې تر اکتوبر میاشت پورې د حتمي معاهدې پاتې کولو لپاره د خپلو دلچسپیانو څرګندونه کړې ده خو د څو میاشتو مذکراتو وروسته هم په زیاتو مشکلو معاملو کې ډېر لږ پرمختګ شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG