د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د انساني قاچاق او جبري مشقت په اړه کلنی رپورټ خپور کړی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو او د امریکايي ولسمشر مشاورې اېوانکا ټرمپ په واشنګټن کې د یوې غونډې پر مهال
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو او د امریکايي ولسمشر مشاورې اېوانکا ټرمپ په واشنګټن کې د یوې غونډې پر مهال

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تازه کلني رپورټ کې بېلاروس، ایران، روسیه او ترکمنستان د انساني قاچاق او جبري کار له تر ټولو سختو سرغړوونکو هېوادونو څخه بللي دي.

دا رپورټ تېر مازیګر د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو او د امریکايي ولسمشر مشاورې اېوانکا ټرمپ په واشنګټن کې د یوې غونډې پر مهال خپور کړ.

په دې رپورټ کې د ۱۸۷ هېوادونو او سیمو ارزونه شوې ده چې پکې په لومړي ګروپ کې راغلي هېوادونو تر ټولو ښه کار کارکردګي ښودلې او په درېیم ګروپ کې په ځای شویو هېوادونو کې وضعیت خراب دی.

په رپورټ کې راغلي دي چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه د انساني قاچاق او جبري مشقت د مخنیوي په برخه کې ټاکل شوي معیارونه نه پوره کوي خو په دې لړ کې یې هڅې کړې دي.

په رپورټ کې راغلي چې د پاکستاني حکومت هڅو ته په کتو یې سږکال د هغه هېواد درجه له درېیم ګروپ څخه دویم ته لوړه کړې ده.

خو افغانستان پر خپلو هڅو سربېره سږکال هم په دویم ګروپ کې پاتې شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG