د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني له ټولو والیانو سره پر اوربند ږغږېږي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني.

افغان ولسمشر اشرف غني د اوربند په اړه د ټولو ولایتونو له والیانو سره لیده کاته کوي

افغان ولسمشر اشرف غني د هېواد د ټولو ولایتونو له والیانو سره د پنجشنبې تر ورځې د اوربند په اړه خبرې کوي.

ولسمشر غني په دې لړ کې د سېشنبې په ورځ د کابل ، پروان ، کاپیسا ، پنجشیر او بامیانو له ولایتونو له والیانو سره وکتل.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي بېګا مشال راډیو ته وویل چې ولسمشر اشرف غني د سېشنبې په ورځ په دې لیدو کتو کې په هېواد کې د روانو یو شمېر پروژو د چټکولو په اړه هم خبرې وکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG