د لاسرسي ځای

تازه خبر

احتجاجیانو د چمن-بولدک سړک تړلی دی


مظاهره کوونکو د چمن او کوټې سړک تړلی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:58 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د چمن او کوټې سړک له بندېدو ګڼ ګاډي دواړو غاړو ته ولاړ دي

د افغانستان پولې ته څېرمه د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې نن دوشنبه په سلګونو کسانو د کوژک په غړۍ کې د کوټې - چمن لوی سړک د هر ډول ګاډو پر مخ تړلی وو او غوښتنه یې کوله چې سرکار دې له دوی سره د معاوضې ورکولو کړې ژمنې پوره کړي.

د کوژک له بندېدو کوټې او کندهار ته تلونکي راتلونکې خلک هم اغېزمن شوي دي چې پکې ښځې، ماشومان او ناروغان شامل دي.

دغه ډول د افغان ټرانزټ سوداګرۍ لاریانې او کنټېران هم ځای پرځای ولاړ دي.

دغه احتجاجیان چې ډېری یې د چمن هغه ښاریان دي دي چې خپل خپلوان یې پروسږ کال په کلي لقمان او کلي جهانګیر کې د پاکستان له خوا د سرشمېرنې پرمهال د پاکستانیو او افغان عسکرو ترمنځ په نښته کې ور ته مرګ-ژوبله اوښتې وه.

په چمن کي د حکومتي چارواکیو په وینا په هغه نښته کې پاکستانۍ غاړې ته ۱۰ کسان وژل شوي ول او تر ۵۰ زیات زیات ټپیان شوي ول.

د بلوچستان صوبايي حکومت د ټپیانو لپاره ۵،۵ لاکه او د مړیو کورنیو لپاره ۱۰ ،۱۰ لاکه روپۍ مرسته اعلان شوې وه خو د احتجاجیانو په وینا لا هم هغه معاوضه نه ده ورکړل شوې.

په چمن کې د ځایي خبریال متین اڅکزي مشال راډیو ته ویلي چې یوه حکومتي چارواکي رسالدار مېجر نصیب الله له مظاهره چیانو سره خبرې روانې دي خو ترورستۍ اطلاع پورې احتجاج لا هم نه دی ختم شوی. د نوموړي په خبره سیمې ته ګڼ عسکري ځواکونه هم رسېدلې دي.

نور ولولئ

پر ډیورڼد کرښه نښته: ژوبل یې چمن روغتون ته وړل شوي

د لارې تړل کېدو ډېر نقصان پاکستان ته رسي

اسلام اباد او کابل ډېورنډ کرښه په ګوګل لټوي

XS
SM
MD
LG