د اتوار/یکشنبې پر ورځ ناوخته د پاکستان او افغانستان پوځي چارواکو یوه غونډه چمن او سپین بولدک ته جوخت د ډیورنډ کرښې پر یوه صفري نقطه شوې.
به دغه غونډه کې د پاکستان له لوري بریګېډیېر ندیم سهېل او د افغانستان له لوري د کرنل محمد شریف په مشرتابه پوځي پلاویو ګډون وکړ.
په ناسته کې دواړه خواوې پر دې سلا شوې چې د خپلو غاړو حدود ټاکلو لپاره به له نقشو او له نړيوال سیسټم ګوګل څخه کار اخلي. د کلي لقمان او کلي جهانګیر په اړه به خپل یو ګډ رپورټ اسلام آباد او کابل ته استوي.
پاکستانیو چارواکو ویلي، د دواړو هېوادو ترمنځ د پولې نشې جوتولو او څرګندولو کار به له ګل ورځې/دوشنبې پیل شي چې تر دوو ورځو به دوام ولري.
د یادولو ده چې د جمعې په ورځ د مې په پنځمه نېټه د چمن او سپین بولدک ترمنځ پرتو دوو کلیو کې د پاکستان او افغانستان ځواکونو ترمنځ په نښته کې ۱۳ کسان چې اکثریت یې ولسي وګړي ول وژل شوي اوله دواړو غاړو د یوشمېر عسکرو په ګډون ۶۵ تنه ژوبل شوي دي. راپورونه وايي نښته هله رامنځ ته شوه چې پاکستان د چمن او بولدک ترمنځ پرتو دوو کلیو لقمان او جهانګیر کې سرشمېرنه کول غوښت چې افغانستان یې د خپلې خاورې برخه بولي.
تر نښتې وروسته پاکستان پوځ د چمن ټرانزیټي لار د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې چې نن (دوشنبه) یې څلورمه ورځ ده.