د ۲۰۱۸ز کال فوټبال نړیوال جام په سیالیو کې نن دوشنبه د اتو هېوادونو ترمنځ څلور لوبې کېږي.
لومړۍ لوبه د پېښور پر وخت د مازيګر شپږ بجې سعودي عرب او مصر ترمنځ ده.
بله لوبه پر هم دغه وخت د يوروګواى او روسيې ترمنځ کېږي.
درېمه لوبه د شپې پر لس نيمو بجو د ايران او پرتګال او څلورمه هغه پر همدې وخت د سپېن هسپانيا او مراکش ترمنځ کېږي.
په یکشنبه درې سیالۍ وشوې.
د انګلستان لوبډلې و پانامه ته په شپږ-صفر ماتې ورکړه، ورپسې د جاپان او سېنیګال لوبه په دوو - دوو ګولونو برابره پاى ته ورسېده.
درېمه بازۍ د پولنډ او کولمبيا ترمنځ وشوه چې پکې کولمبیا په درې - صفر پولنډ مات کړ.