د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان: نښتې ۲ سرتېرې، ۴ څلور وسله وال وژلي


د پاکستان امنیتي چارواکو د یکشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د شمالي وزیرستان د شوال په ځویا سیمه کې پر یوه پوسته د جون پر ۲۴مه نېټه د وسله والو او حکومتي سرتېرو ترمنځ د ډزو په تبادله کې دوه سرتېری او څلور وسله وال وژل شوي دي.

استخباراتي سرچینو مشال راډيو ته ویلي، برید وسله والو پیل کړی وو چې د امنیتي سرتېرو ورته ځوابي برید کې یې مقابل لوري ته د سر زیان اړولی دی. خو د تحریک طالبان ویاند محمد خراساني په یکشنبه رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي دی چې دوی د برید مسولیت قبلوي او د څلورو سرتېرو د وژلو ادعا کوي. دوی خپلې غاړې ته د اوښتي زیان ذکر نه دی کړی.

دوه ورځې وړاندې د شنبې ورځ د جنوبي وزیرستان په سپینه مېله کې هم د امنیتي سرتېرو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې وه چې په نتیجه کې یې، دوه سرتېري وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي وو.

حکومتي سرتېري وايي په ځوابي برید کې یې شپږ وسله وال وژلي وو. وسله والو طالبانو د جنوبي وزیرستان د برید په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG