د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سعودي ښځینه موټر چلوونکې خوشاله دي


د سعودي مېرمنې خوشاله دي چې حکومت ورته د موټر چلولو اجازه ورکړه.
د سعودي مېرمنې خوشاله دي چې حکومت ورته د موټر چلولو اجازه ورکړه.

په سعودي عرب کې د دینې عالمانو حکومتي شورا د هغه فېصلې هرکلی کړی چې پکې ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړل شوې ده.

په دغه هیواد کې مېرمنو له څو لسیزو وروسته د جون په ۲۴ مه نېټه دا اجازه تر لاسه کړه چې پخپله ګاډی وچلوي. دغې شورا ویلي چې دا کار د هېواد په ګټه دی.

د شنبې او یکشنبې په منځنۍ شپه له ۱۲ بجو څخه په دغه هېواد کې د ښځو پر ګاډو چلولو بندیز پای ته ورسېد او نور په ګاډي کې له یوه ځایه بل ته په تګ کې خاوند، پلار یا ورور ته اړتیا ختمه شوه.

په سعودي عرب کې ښځو ته د ګاډو چلولو اجازه د دغه هیواد د ولی عهد شهزاده محمد بن سلمان د اصلاحاتو یوه برخه ده.

د بشري حقونو د غړیو په وینا سعودي عرب په نړۍ کې یوازینی هیواد و چې ښځو ته یې اجازه نه ورکوله چې ګاډی وچلوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG