د پاکستان د اطلاعاتو وزیر سید علي ظفر هیله څرګنده کړې چې له خېبر پښتونخوا سره د پخوانۍ فاټا انضمام به په شپږو میاشتو کې مکمل شي.
نوموړي د جمعې په ورځ له پاکستان ټيلي وژن سره په مرکه کې ويلي چې د انضمام د بهیر لپاره جوړه کمیټي په تېزۍ سره کار کوي.
سید علي ظفر وویل په پخوانۍ فاټا کې په انتظامي ډانچې ، د ښاري سیمو او انتظامي یونټو پر جوړولو باندې کار روان دې.
نوموړي وویل د سپریم کورټ او پېښور های کورټ دایره کار پخوانۍ فاټا ته غځول شوی او هغه قوانین چې د پاکستان ټول ولس لپاره دي، د دغو سیمو اوسېدونکو لپاره به هم هغه شان وي.