د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سولې ولسي کاروان وايي طالبانو یې غوښتنې رد کړې


د سولې ولسي حرکت غړي په کابل کې
د سولې ولسي حرکت غړي په کابل کې

په افغانستان کې د سولې لپاره د ولسي حرکت غړي وايي چې له درې ورځني ضرب الاجل پر پوره کېدو سربېره وسله والو طالبانو د سولې او اوربند په تړاو د ولس غوښتنې رد کړي دي.

د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست د جون پر ۲۳مه نېټه مشال راډيو ته وویل چې د ولس د غوښتنو او د حکومت لخوا د دوی د وړاندیزونو تر منل کېدو وروسته له وسله والو طالبانو هم دا هیله کېده چې خپل دریځ به نرم کړي خو دی وايي، طالبانو دوی ته په لېږل شوي خصوصي پیغام کې پر خپل پخواني دریځ چې هغه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل دي ټینګار کړی دی.

((ولس طالبانو ته درې ورځې وخت ورکړی و چې دوی د افغان حکومت اوربند ته ځواب ورکړي او دوی هم د حکومت په څېر د اوربند پرېکړه وکړي خو له له بده مرغه موږ نن په خصوصي توګه منفي پیغام تر لاسه کړ. په ټوله کې د دوی خبرې هماغه زړې دي، دوی ولس پر مخ وواهه او د ولس هیلې یې کم رنګه کړې.))

وطندوست وايي، د طالبانو دریځ که څه هم خواشیني کړي خو د سولې لپاره ولسي حرکت به خپلې هڅې جاري ساتي.

دی وايي، دواړو خواوو ته جګړه استخباراتي شوې نو ځکه د جون پر ۲۴مه د پاکستان، ایران، امریکا او روسيي سفارتونو او د ملګرو ملتونو د دفتر مخ ته په دې هدف احتجاجي خیمي دروي چې په افغانستان کې له لاسوهنو لاس واخلي.

له دې وړاندې دغه حرکت له افغان ولسمشر اشرف غني څخه د روغې جوړې او سولې په تړاو ځينې غوښتنې کړي وې چې د حرکت د غړو په وینا حکومت منلي دي.

وسله والو طالبانو د سولې د ولسي حرکت د غوښتنو او د ضرب الاجل د پوره کېدو په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د سولې ولسي کاروان د مې پر ۱۳مه نېټه له هلمنده حرکت وکړ او د جون پر ۱۷ مه کابل ته د سولې له پیغام سره پلي راغی او اوس یي په کابل کې شمېر په ډېرېدو دی.

پر دې سربېره له پیښوره د افغان کډوالو یوه ډله د سولې له شعارونو سره کابل ته را روانه ده چې دا مهال په لغمان کې ده.

د دغو حرکتونو تر څنګ په پکتیکا، هلمند، کندهار او ځينو نورو ولایتونو کې هم خلکو د غونډو او جرګو له لارې د سولې لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود د سولې لپاره وروستي حرکتونه او هڅې بې ساري بولي او وايي چې دا باید لا ملي او پراخې شي.

دی وايي، که له بیا بیا ټینګار سره هم په جګړه کې ښکېل هر یو اړخ د ولس، جرګو او خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وايي له زوال سره به مخ شي.

((اوس په کار دا ده چې دولت او د دولت مخالفین د افغانستان ملت ته موقع ورکړي او دواړه لوري باید د افغانستان د ملت د ارادو ملاتړ وکړي. نور چې څوک په جنګ ټینګار کوي او لا هم جنګ د حل لار ګڼي هغه به حتماً د ملت په منځ کې په انزوا کې راځي. دوی ته ښايي چې بین الافغاني خبرو ته لاره هواره کړي او طالبان هم د اوربند د تمدید تر څنګ خپلې مشروع غوښتنې له ملت سره شریکې کړي.))

د سولې د ولسي حرکت او خلکو غوښتنو ته پر نه ويلو سربېره د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د وسله والو طالبانو لخوا د سولې د رسمي خبرو اترو د پیل لپاره ځينې نښې ليدل کېږي.

راپور: يوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG