د مشال مرکې پاڼې ته ښه راغلاست.
د ۲۰۱۸م کال د مې پر ۱۳مه نېټه د افغانستان د هلمند ولايت له مرکز لښکرګا څخه اتو ځوانانو په هېواد کې د سولې راوستو په خاطر پر پښو سفر پېل کړ چې د څه باندې ۷۰۰ کلو ميټره واټن په وهلو سره د جون پر ۱۷مه سرښار کابل ته ورسېدل.
دا چې د سولې لپاره د دوی د دې سفر انګېزه څه وه؟ پر لارې څه ورسره پېښ شول او له خپلې هڅې څه تمې لري؟
د مشال مرکه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی.
د مرکې مېلمه د هلمند سولې حرکت وياند بسم الله وطندوست دی.
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.