د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي سیمو کې دې هم پر ۲۵ جولايي ټاکنې وشي


د پخوانۍ فاټا ځینو وګړیو غوښتنه کوي چې حکومت دې په فاټا کې د جولايي په پنځويشتمه د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره هم ټولټاکنې وکړي.

د شورو په مازيګر د اسلام اباد پرېس کلب په وړاندې له قبايلي علاقو ورغلي یوشمېر خلکو احتجاجي مظاهره وکړه او غوښتنه يې کوله چې حکومت خو فاټا د خېبرپښتونخوا برخه وګرځوله نو ور له پکار دي چې په یاده سيمه کې دې د قامي اسمبلۍ سره سره د صوبايي اسمبلۍ لپاره هم انتخابات په یوه ورځ وکړي.

د ذکر ده چې د فاټا اصلاحاتو په بل کې ويل شوي وو چې په قبايلي علاقو کې به د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره ټاکنې د ۲۰۱۹م کال په لومړیو مياشتو کې کولی شي.

د دغه احتجاجي مظاهرې تابيا متحده قبايل پارټۍ کړې وه چې پکې د جماعت اسلامي او عوامي نېشنل ګوند علاوه د ځینو نورو تنظيمونو غړیو او له قبايلي سيمو خلکو ګډون کړی وو.

د متحده قبايل پارټۍ مرستيال مشر حبيب نور اورکزۍ مشال راډيو ته وويل حکومت که غواړي چې قبايلي سېمې پرمختګ وکړي نو له صوبايي اسمبلۍ سره سره بلدياتي ټاکنې دې پکې هم پر وخت وکړي.

د نوموړي وينا وه چې تر اختر وړاندې يې هم مظاهره کړې وه او له نګران حکومته يې غوښتي ول که په قبايلي علاقو کې يې د صوبايي اسمبلۍ لپاره انتخابات په پنځويشتمه جولايي اعلان نه کړل نو بيا به خپله مظاهره تر هغه وخته جاري ساتي چې غوښتنې یې و نه منل شي.

په مظاهره کې د خېبرپښتونخوا د جمرود سيمې نه راغلې بخت الله جان هم ګډون وکړو د نوموړي وينا وه حکومت ورسره وړاندې هم ډيرې وعدې کړي خو بيا يې عملي کړي نه دي نو ځکه پرې اعتبار نه لري په ټول ملک کې په پنځويشتمه جولايي انتخابات کېږي نو د دوي په سيمو کې دې هم په ټاکل شوې نيټه د صوبايي اسمبلۍ انتخابات وکړي.

د ذکر ده چې انتخاباتو کې برخه اخستو لپاره د الېکشن کمېشن سره د نامزدګۍ کاغذونه جمع کولو اخري نيټه اتم (۸) جون وه.

خو د جماعت اسلامي د فاټا نايب امير زرنور اپرېدی وايي د ملک نورو برخو پشان په قبايلي سيمو کې د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ لپاره په پنځويشتم جولايي انتخابات ونکړې شو نو بيا پاکې او رنړې ټاکنې کول به ډيرې ګران وي.

د ېادونې ده چې د فاټا اصلاحاتو بل تيره مياشت د پاکستان پارلمان، سينټ او د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ په درون اکثريت سره منظور کړې وو او د روانې مياشتې په ړومبۍ اونۍ کې صدر ممنون حسېن هم دغه بل لاس ليک کړو د کوم ورستو چې قبايلي علاقې د خېبرپښتونخوا برخه جوړه شوه.

نور ولولئ

خورشید شاه: د منظور پښتین غوښتنې دې له پامه نه غورځول کېږي

XS
SM
MD
LG