د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له کونسله ووته


په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفیرې، نېکې هېلي.
په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفیرې، نېکې هېلي.

امريکايي چاروکي وايي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا يا کونسل څخه ووته. دوی د دې کار لپاره په دغه کونسل کې د اصلاحاتو نه کېدل او د اسرايلو پر وړاندې تعصب پالل د دليل په توګه راوړي دي.

په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفیرې، نېکې هېلي د جون په ۱۹مه په واشنګټن کې وويل، دا ګام ځکه اخلي چې په وینا یې د ځان په ګټه کار کوونکې، له منافقت کار اخيستونکې او په بشري حقونو ملنډې وهونکې اداره کې ورته پاته کېدل سم کار نه ښکاری.

هغې دا هم وويل چې دا کونسل په باقاعده ډول داسې قراردادونه منظوروي چې د اسرايلو خلاف وي.

امريکا په دې کونسل کې د اصلاحاتو غوښتنه کړې خو د نېکي هېلي په وينا په دې کار کې نه دي بريالي شوي.

اسرايلو د امريکا دا ګام په جرات ولاړه پرېکړه بللې او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشر زېد رعد الحسېن ويلي دا کار مايوسوونکی خو حيرانوونکی نه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG