د بوسنیا سرحدي پولیسو په دوشنبه د هغو لسګونو کډوالو مخه نیولې چې غوښتل یې له دې لارې د اروپایي اتحادیې غړي هېواد کروشیا ته ننوځي.
دا پېښه د جون پر ۱۸مه د بوسنیا په شمال لویدیځ سرحد کې داسې مهال شوې چې په دا وروستیو کې له منځني ختیځ، افریقا او اسیا څخه د هغو کډوالو شمېر ډېر شوی چې د اروپا په لوېدیځ کې د پناه اخیستو په لټه کې دي.
تر دې مخکې د پناه ګزینو د ملاتړ اروپایي ادارې د جون په ۱۸مه، د ۲۰۱۷م کال راپور خپور کړ چې پکې راغلي ول، په هغه کال کې د ناروې او سویډن په ګډون په اروپایي اتحادیه کې د پناه غوښتونکیو شمېر د ۲۰۱۶م کال په نسبت نیم په نیمه کم شوی دی.
په دا وروستیو میاشتو کې کډوالو د بالکان له نورو لارو چې تګ راتګ پکې ډېر سخت دی، بوسنیا ته مخه کړې ده.