د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوګریانو او خوستیانو د اوربند غځولو غوښتنه وکړه


د لوګر او خوست ولایتونو قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني فعالانو او ځايي اوسېدونکو له افغان دولت او وسله‌والو طالبانو غوښتنه وکړه چې د خبرو اترو په خاطر دې د اوربند موده وغځوي.

دوی د اختر په شپو ورځو کې له دواړو لورو مننه وکړه چې اوربند ته صادقه پاتې شول او خلکو په ارامۍ او خوشحالۍ د اختر لمونځونه وکړل.

خوستوالو تېر ماښام په همدې اړه په یوه جوړه شوې غونډه کې د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې خپل مشران د اوربند غځولو ته وهڅوي.

په دې اړه په لوګر کې هم هغه غونډه چې په مرکز پل علم کې د قومي مشرانو او اوسېدونکو په ګډون جوړه شوې وه، له افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو وغوښتل چې اوربند وغځوي او د سولې د ټینګښت لپاره عملي ګامونه اوچت کړي.

دوی وویل، د دایمي سولې د ټینګولو او د اوربند د غځولو لپاره به هڅې کوي او په دې برخه کې به د کوم لوري د فشار پروا نه‌ساتي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG