د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د ملا فضل الله د زوی وژل تایيد کړل


د تحريک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله (په منځ کې)
د تحريک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله (په منځ کې)

پاکستاني طالبانو منلې چې د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې د دې ډلې د مشر ملا فضل الله زوی وژل شوی دی.

د تحريک طالبان پاکستان لخوا د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملا فضل الله ۱۶ کلن زوی عبدالله په هغو ۲۱ وسله والو کې شامل و چې د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ډیورنډ کرښه د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې وژل شوي دي.

تېره میاشت د پاکستاني طالبانو د تحریک مرستیال خان سید محسود چې په سجنا هم مشهور و، د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې وژل شوی و.

پاکستاني استخباراتي چارواکو ویلي، عبدالله د کونړ ولایت په چاوګام ولسوالۍ کې د مارچ په شپږمه نېټه هغه مهال ووژل شو چې د ځان وژونکو د روزنې پر یو کېمپ بې بیلوټه الوتکې برید وکړ.

په برید کې د طالبانو دوه نور سیمه يیز قومندانان ګل محمد او استاد یاسین چې ځان وژونکي یې روزل هم وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG