د پاکستان د پوځ مطبوعاتي اداره ای ايس پي آر وايي چې د شمالي وزيرستان شوال سيمې سره نېږدې له وسله والو سره په نښته کې درې پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
د يادې ادارې لخوا خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي چې په شوال سیمه کې وسله والو د ډیورنډ کرښې سره نېږې د پاکستاني پوځ پر پوستو ډزې وکړې چې په کې د پاکستاني پوځ په ځوابي کار وايي کې پنځه وسله وال هم ووژل شول.
تر اوسه هېڅ یوې وسله والې ډلې د دې بريد زمه واري نه ده منلې.