د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت د ملا فضل الله وژنه تایید کړه


ملا فضل الله
ملا فضل الله

پراګ - د افغانستان دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش ازادۍ راډيو ته د تحریک طالبان پاکستان د مشر ملا فضل الله په ډرون برید کې د وژلو پخلی کړی دی.

بلخوا د ټي ټي پي سرچینو هم د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته ویلي چې ملا فضل الله د پنجشبې په شپه د افغانستان د کونړ، وټه پور ولسوالۍ په کور باغ سیمه کې یوه روژه ماتي ته تللی وو چې کور ته په لار یې موټر په ډرون برید کې په نښه کړ. دوی وايي چې په برید کې د ملا فضل الله ترڅنګ څلور نور کسان هم وژل شوي دي. د دغه سرچینو په خبره چې اوس یې د خپل نوي مشر ټاکلو لپاره غونډه روانه ده.

خو په رسمي توګه تحریک طالبان پاکستان د هغه د وژنې پخلی نه دی کړی.

که څه هم پاکستانۍ استخباراتي سرچینې د ملا فضل الله د وژلو خبره کوي خو د اسلام اباد چارواکیو یې رسمي پخلی نه دی کړی.

بلخوا په افغانستان کې امریکايي پوځ وايي، په کونړ کې یې د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د پاکستانیو طالبانو یو مشر په نښه کړی دی.

د پوځ یوه ویاند مارټن او ډونل د زیارت یا پنجشنبې (د جون ۱۴مه) پر ماخوستن امریکا غږ راډیو، رویټرز خبري اژانس، د فرانسې خبري اژانس او سي اېن اېن ټېلېوېژن ته ویلي چې د جون پر ۱۳مه د شپې مهال یې د ډېورنډ له کرښې سره نېږدې په کونړ کې د ''ترهګر سازمان یو لوړپوړی مشر په نښه کړی دی.''

نوموړي له دې زیات معلومات نه دي ورکړي خو یوه بل امریکايي پوځي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط امریکا غږ او رویټرز اژانس ته ویلي دي چې د ډرون برید هدف د تحریک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله وو.

د امریکا د دفاع وزارت پر دې له څه ویلو ډډه کړې چې حمله بریالۍ وه او که څنګه؟

اسلام اباد او واشنګټن هم د ملا فضل الله په نښه کېدو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

امریکايي او پاکستاني چارواکي پر نوموړي تور پورې کوي چې د ۲۰۱۴ز کال په ډېسېمبر کې د پېښور پر ارمي پبلېک سکول او په ۲۰۱۲ز کال کې پر نوبېل انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ په ګډون د یو شمېر لویو بریدونو تر شا دی.

د پېښور پر ښوونځي په وسله واله حمله کې شاوخوا ۱۵۰ کسان وژل شوي ول چې زیاتره یې زده کوونکي ول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په مارچ کې د ملا فضل الله په سر د پینځه میلیونه ډالرو انعام ایښی وو. د کونړ په حمله کې د ملا فضل الله شوي خبرونه پر داسې وخت خپاره شوي دي چې د اختر په درو ورځو کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ اوربند دی.

اړوند مطالب:

طالبانو د ملا فضل الله د زوی وژل تایيد کړل

امریکا د درو پاکستانیو وسله والو مشرانو په سر انعام ایښی

امریکا د طالبانو مشر ملا فضل الله د ترهګرو په لسټ کې اچولی

خو کابل او په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو د جون پر اوومه د اوربند د اعلانولو پر وخت ویلي ول چې دا یوازې د افغان طالبانو لپاره دی او د اسلامي دولت، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو پر ضد عملیات به د پخوا په څېر دوام ولري.

تحریک طالبان پاکستان د کونړ د حملې په اړه څه نه دي ویلي.

ملا فضل الله په ۲۰۱۳ز کال کې په وزیرستان کې په ډرون برید کې د حکیم الله مسود تر وژل کېدو وروسته د تحریک طالبان پاکستان مشر شو.

XS
SM
MD
LG