د لاسرسي ځای

تازه خبر

بشارالاسد: د ایران او حزب‎الله ځواکونو ته اړتیا لرو


د شام ولسمشر بشارالاسد.
د شام ولسمشر بشارالاسد.

د شام ولسمشر بشارالاسد ویلي دی د ایران او د حزب الله ډلې د ځواکونو مرستې ته اړتیا لري او دوی به تر هغه وخته په شام کې پاته کېږي چې ضرورت یې وي.

ولسمشر بشار الاسد دا څرګندونې د چارشنبې په ورځ ناوخته د ایران له ( العالم ) ټلویژن سره په مرکه کې کړې دي.

نوموړي ویلي ایران په شام کې داسې هېڅ پوځي اډه نه لري لکه څنګه چې یې روس لري.

بشارالاسد ویلي، که چېري ایران داسې پوځي اډو ته اړتیا ولري نو دوی به یې بې له ډاره اجازه ورکړي هغه ځکه چې د ده په وینا، ایران هم د روس په څېر اتحادي هېواد دی.

ولسمشر بشارالاسد زیاته کړې چې اتحادي ځواکونه ده خپل هېواد ته وربللي دي، او آن د امن د یو روغې جوړې له مخې به یې هم د امریکا او اسرایل په خوله ونه باسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG