د افغانستان د کندهار ولايت د انتخاباتي کمېشن استازي وايي،له یاد ولايته ولسي جرګي ته ۱۰۰ تنو ځانونه کاندید کړي چې ۱۰ کې ښځي دي.
د کندهار د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تر اوسه د ۶۵ کسانو اسناد تایید شوي دي او په دوی کې پنځه ښځي او دوه کوچیان شامل دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په کندهار ښار کې د نوم لیکنې بهیر پای ته رسېدلې خو په ولسوالیو کې لا تراوسه دوام لري.