د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي کوريا: غیر اټومي کېدنه به پړاو په پړاو کېږي


د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د شمالي کوريا کيم جونګ اون.
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د شمالي کوريا کيم جونګ اون.

شمالي کوريا وايي چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شمالي کوريا په مرحله وار شکل غير اټومي کولو بهیر ته سلا شوی دی.

په همدې حال کې به دواړه هېوادونه په موازي ډول داسې ګامونه اخلي چې د دواړه رقيبو هېوادونو ترمنځ حالات سم وساتي.

دغه خبرې د شمالي کوريا رسمي خبري اژانس کوريين سنټرل نيوز اېجنسي خپرې کړې دي.

د امريکا ولسمشر دونلډ ټرمپ د شمالي کوريا له مشر، کيم جونګ اون سره د جون په ۱۲مه وکتل.

که د شمالي کوريا دا خبره سمه وي نو دا د ډونلډ ټرمپ په هغه دريځ کې نرموالی ښيي چې پخوا یې د شمالي کوريا د اټومي پروګرام په بشپړ ډول د له منځه وړلو خبره کړې وه.

هغه دا هم ويلی وو چې بندیزونه به هله ليري کېږي چې د غير اټومي کېدو دا بهیر پوره شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG