د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټاکنو کمېشن د امېدوارانو پاڼې ارزوي


د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د دفتر بورډ
د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د دفتر بورډ

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن وايي د جولايي په ۲۵مه کېدونکو عمومي ټاکنو کې د امېدوارانو د کاغذونو ارزونه يې پېل کړې ده.

دې کمېشن نن د جون په ۱۳مه په خپل ويب سايټ خپاره کړې بيان کې ويلي چې دا ارزونه به د جون تر ۱۶مې دوام لري.

د بيان تر مخه که د کوم امېدوار کاغذونه رد شي هغه کولی شي د جون تر ۲۲مې پورې د دې پرېکړې خلاف اپېل جمع کړي.

همداراز که څوک په ټاکنو کې له ودرېدو لاس اخيستل غواړي، هغوی دا کار د دې میاشتې تر ۲۷مې پورې کولی شي.

بلخوا د پاکستان سرکاري راډیو په يوه راپور کې ويلي چې له ۱۹۵۰۰ ډېرو کانديدانو يا امېدوارانو معلومات د څيړنو لپاره د نادرا او احتساب يا نېب ادارو سره شريک شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG