د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر درېوو روسيو وګړو او پنځو روسيو کمپنیو د امریکا نوي بندېزونه


امریکايي چاروکو پر درېوو روسي وګړیو او پنځو روسيو کمپنیو نوي بندیزونه ولګول.

په دې کې هغه انټرنيټي تحقيقاتي کمپنۍ او يوه بله هغه په نښه کړې چې د روسې يوې وتلې استخباراتي ادارې ته په اوبو دننه د ډوبېدو الاتو په برابرولو کې مهارت لري.

د امریکا د خزانې وزارت لخوا د ګل په ورځ دغه نوی ګام ، د واشنګټن لخوا د ماسکو پرضد د هغو هلو ځلو وروستۍ برخه ده چې هدف يې د معاشي بنديزونو د لارې د انټرنيتي غلا، له بشري حقونو د سرغړونو ، په يوکراين کې د روان کړکېچ او نورو فعاليتونو لپاره روس په نښه کول دي.

د امریکا د خزانې وزارت سکتر ويلي چې د کومو دريو کمپنيو نومونه اعلان شوي هغوی د مسکو له پوځ او استخباراتي ادارو سره نيغ په نيغه کار کاوه او د امریکا او د هغه د متحدینو ثبات يې له خطر سره مخ کړی وو .

د دغه وزارت په اعلامیې کې راغلي چې دغو کمپنیو د روسیې له وفاقي امنیتي ادارې سره د ټګنالوژي او نور موادو په برخه کې مرسته کوله او یوه یې د همدې ادارې (FSB) لخوا کنټرولیده.

د امریکا استخباراتي اداره پر دې نتيجه رسېدلې چې روس د انټرنټي فعالیتونو په کارولو سره د امریکا د ۲۰۱۶ کال په ولسمشریزو انتخاباتو کې مداخله کړې ده.

XS
SM
MD
LG